7 بِلهاه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې دوېم زوئ وشو.
راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.
راحيل ووئيل، ”ما د خپلې خور سره لويه مقابله کړې ده. خو ما ګټلې ده.“ نو د هغۀ نوم يې نفتالى کېښودو.
نفتالى او د هغۀ زامن، يحزىايل، جونى، يصر او سليم.
دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه.
يوه حِصه به د نفتالى وى، دا به د آشر د علاقې د مشرق نه مغرب پورې وى.