6 راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.
بِلهاه اُميدواره شوه او د يعقوب يو زوئ ترې پېدا شو.
بِلهاه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې دوېم زوئ وشو.
د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان او نفتالى وُو.
دان او د هغۀ زوئ حشيم.
مالِکه خُدايه، زما خُدايه د خپل عدالت په مطابق زما د بېګناهۍ اعلان وکړه، چې په مصيبت کښې په ما خوشحالى وکړى زما دشمنان مۀ پرېږده.
اے پاکه خُدايه، ما بېګناه وګرځوه، د بېايمانه خلقو په خلاف زما په حق کښې فېصله واوروه، خو تۀ ما ته د بدکارانو او ټګمارانو نه خلاصون راکوه.
نو د مالِک خُدائ د هدايت په مطابق ما لنګ واخستو او د ملا نه مې تاؤ کړو.
زۀ به تاسو لکه د بوسو په شان چې د صحرا هوا په مخه اخستې وى خوارۀ وارۀ کړم.
اے مالِکه خُدايه، کوم بد چې ما سره وشُو تا هغه وليدل، زما د مسئلې اِنصاف وکړه.
نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى
د دان قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”دان د يو ځوان ازمرى په شان دے، چې د بسن نه ټوپ وهى.“