Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 30:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 بِلهاه اُميدواره شوه او د يعقوب يو زوئ ترې پېدا شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 30:5
11 Iomraidhean Croise  

يعقوب جواب ورکړو، ”تا ته په خپله پته ده چې ما ستا څومره خِدمت کړے دے او ستا رَمې زما سره څومره زياتې شوې دى.


نو هغې بِلهاه خپل خاوند له ورکړه او هغه د هغې سره څملاستو.


راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.


چې کله يعقوب په هغه مُلک کښې اوسېدو، روبين لاړو او د خپل پلار د وينځې بِلهاه سره څملاستو، يعقوب د دې نه خبر شو او غصه شو. د يعقوب دولس زامن وُو.


د راحيل د وينځې بِلهاه زامن، دان او نفتالى وُو.


دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه.


د يعقوب دولس زامن وُو: روبين، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار، زبولون،


دا هغه سړى دى چې د خپلو قبيلو مشران دى، کوم چې ستاسو د ملګرتيا دپاره د قوم نه خوښ کړے شوى دى يعنې د روبين د قبيلې نه اليصور د شدِيُور زوئ، د شمعون د قبيلې نه سلومى‌اېل د صورى‌شدى زوئ، د يهوداه د قبيلې نه نحشون د عمى‌نداب زوئ، د يساکار د قبيلې نه نتنى‌ايل د ضُعر زوئ، د زبولون د قبيلې نه اِلياب د حيلون زوئ، د اِفرائيم د قبيلې نه اليسمع د عميهود زوئ، د منسى د قبيلې نه ګملى‌اېل د فداهصور زوئ، د بنيامين د قبيلې نه ابِدان د جدعونى زوئ، د دان د قبيلې نه اخيعزر د عمى‌شدى زوئ، د آشر د قبيلې نه فجعى‌اېل د عکران زوئ، د جاد د قبيلې نه اِلياسف د دعو‌اېل زوئ، د نفتالى قبيلې نه اخيرع د عينان زوئ.


اِبراهيم د اِسحاق پلار وو، اِسحاق د يعقوب، يعقوب د يهوداه او د هغۀ د وروڼو پلار وو.


نو بيا خُدائ پاک اِبراهيم ته د سنت کېدو وعده ورکړه. او د اِبراهيم نه اِسحاق پېدا شو او هغه يې د پېدايښت نه پس په اتمه ورځ سنت کړو. وروستو د اِسحاق نه يعقوب پېدا شو، او د يعقوب نه دولس زامن وشو چې وروستو د دولسو قبيلو مشران شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan