41 چې کله تکړه څاروى مال کېدل، يعقوب د هغوئ په مخکښې د اوبو په هغه ډيګو کښې څانګې کېښودې، نو د هغه څانګو په خوا کښې به څاروى مال کېدل.
هغۀ دا څانګې د رَمو په مخکښې د اوبو په ډيګو کښې کېښودې. هغۀ دا هلته پرېښودې، ځکه چې کله به څاروى اوبو څښلو له راتلل نو هلته به مال کېدل.
يعقوب ګډې د چېلو نه بېلې ساتلې او هغۀ د هغوئ مخونه د لابن د کرښو والا او تورو څاروو ته کړل. نو هغۀ خپله رمه جوړه کړه او دا يې د لابن د رَمې نه جدا کړه.
خو هغۀ د کمزورو څاروو په مخکښې هغه څانګې کېنۀ ښودلې. نو هغه ټول کمزورى څاروى د لابن شول او تکړه ټول د يعقوب شول.