39 نو چې دا د څانګو په مخکښې مال شوې نو هغوئ د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ بچى راوړل.
هغۀ دا څانګې د رَمو په مخکښې د اوبو په ډيګو کښې کېښودې. هغۀ دا هلته پرېښودې، ځکه چې کله به څاروى اوبو څښلو له راتلل نو هلته به مال کېدل.
يعقوب ګډې د چېلو نه بېلې ساتلې او هغۀ د هغوئ مخونه د لابن د کرښو والا او تورو څاروو ته کړل. نو هغۀ خپله رمه جوړه کړه او دا يې د لابن د رَمې نه جدا کړه.
زۀ تا سره د شلو کالو نه يم، ستا ګډو او ستا چېلو په يو کال هم بچے نۀ دے ضائع کړے او ما يو ګډ هم ستا د رَمو نه نۀ دے خوړلے.
ډېر ځل زۀ د ورځې ګرمۍ وهلے يم او د شپې يخنۍ اوچ کړے يم. او زما خوب تښتېدلے وو.
کۀ زما د پلار خُدائ پاک، کوم چې د اِبراهيم او اِسحاق خُدائ پاک دے، زما مل نۀ وے، نو تا به زۀ مخکښې خالى لاسونه لېږلے وے. خو خُدائ پاک زما تکليف او کوم خِدمت چې ما کړے دے هغه ليدلے دے او ځکه خُدائ پاک تېره شپه تۀ ملامته کړې.“
چې کله نه هم لابن دا وئيلى دى چې برَګې چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل.