32 نن به زۀ ستا په ټولو رَمو کښې وګرځم او هر تور ګډُورے او ټولې ټکى ټکى او برَګې چېلۍ به راوباسم. بس دا ټوله مزدورى ده چې زۀ يې غواړم.
لابن ترې تپوس وکړو، ”زۀ تا له څۀ درکړم؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ درنه هيڅ مزدورى نۀ غواړم. زۀ به بيا ستا رَمې څروم او ساتم کۀ تۀ زما دپاره يو کار وکړې،
په راتلونکى وخت کښې به تا ته په آسانۍ سره پته ولګى کۀ زۀ رښتونے سړے يم. چې کله تۀ بيا د دې کتلو له راشې، کۀ زما سره توره ګډه، ټکى ټکى يا برَګې چېلۍ نۀ وى، نو تۀ به پوهه شې چې پټې کړے شوې دى.“
خو په هغه ورځ لابن هغه چېلى چې کرښې پرې وې يا برَګ وُو هغه يې بېل کړل او هغه ټولې چېلۍ چې ټکى ټکى او برَګې وې او تورې ګډې يې هم ترې لرې کړې. او هغۀ دا د خپلو زامنو په حواله کړې،
د څاروو د وار راوړو په وخت کښې ما يو خوب وليدو او ما وکتل چې کوم چېلى چې چېلۍ مال کوى هغه د کرښو والا، ټکى ټکى او برَګ وُو.
چې کله نه هم لابن دا وئيلى دى چې برَګې چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو برَګ بچى راوړل. چې کله هغۀ ووئيل، د کرښو والا چېلۍ به ستا مزدورى وى، نو ټولو رَمو د کرښو والا بچى راوړل.