30 ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“
يعقوب جواب ورکړو، ”تا ته په خپله پته ده چې ما ستا څومره خِدمت کړے دے او ستا رَمې زما سره څومره زياتې شوې دى.
لابن ترې تپوس وکړو، ”زۀ تا له څۀ درکړم؟“ يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ درنه هيڅ مزدورى نۀ غواړم. زۀ به بيا ستا رَمې څروم او ساتم کۀ تۀ زما دپاره يو کار وکړې،
نو يعقوب ډېر مالدار شولو. د هغۀ ډېرې رَمې نوکران، اوښان او خرۀ وُو.
د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،
ګورئ، په درېم ځل زۀ تاسو له راتلو ته تيار يم او په تاسو به بوج وانۀ چوم، ځکه چې زۀ ستاسو د مال نه بلکې ستاسو غوښتونکے يم. ځکه چې ماشومان مور پلار نۀ ساتى بلکې مور پلار ماشومان ساتى.
کوم مُلک چې تاسو قبضه کوئ هغه مُلک د مِصر په شان نۀ دے، چرته چې تاسو مخکښې اوسېدئ. هلته به چې تاسو تخم کَرلو، نو د پټو اوبو کولو دپاره به تاسو سخته خوارى کوله،
او کۀ څوک د خپلوانو او خاص د خپل خاندان د خلقو خيال نۀ ساتى نو هغه د ايمان نه منکر او د بېايمانه نه هم بدتر دے.