3 هغې ووئيل، ”زما وينځه بِلهاه بوځه، د هغې سره څمله، نو د هغې نه به زما دپاره بچى پېدا شى. او د هغې په وجه به زما کور آباد شى.“
چې کله لِياه ته دا پته ولګېده چې د هغې به نور بچى نۀ کيږى، نو هغې خپله وينځه زِلفه يعقوب له ورکړه چې ښځه يې شى.
دا اووۀ تنه، د بِلهاه نه د يعقوب اولاد دے، دا هغه وينځه وه کومه چې لابن خپلې لور راحيل له ورکړې وه.
هغه د اِفرائيم بچى او نمسى ليدلو پورې ژوندے وو. هغۀ د منسى د زوئ مکير بچى هم په خاندان کښې وليدل.
زۀ ولې د مور په غېږ کښې وم، هغې ولې ما له سينه راکړې ده؟
مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيتلحم کښې مشهور شې.