29 يعقوب جواب ورکړو، ”تا ته په خپله پته ده چې ما ستا څومره خِدمت کړے دے او ستا رَمې زما سره څومره زياتې شوې دى.
ځکه چې تا زما د راتلو نه مخکښې لږ څۀ لرل او اوس ډېر زيات شول او چې ما چرته هم ستا رَمې بوتلى دى مالِک خُدائ تا له برکت درکړے دے. اوس هغه وخت راغلے دے چې زۀ د خپل خاندان خيال وساتم.“
بِلهاه اُميدواره شوه او د يعقوب يو زوئ ترې پېدا شو.
تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو،
نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى.
ځکه چې دا د خُدائ پاک رضا ده چې تاسو نېکى کوئ او په دې کولو سره د ناپوهه خلقو د جهالت خبرې خاموشه کړئ.
اے نوکرانو، ډېر په احترام سره د خپلو مالِکانو تابع اوسئ، نۀ صرف د نېکانو او حليمانو بلکې د بد مزاجه هم تابعدارى کوئ.