26 ما له زما ښځې او زامن راکړه چې ما ستا خِدمت کولو کښې ګټلى دى او زۀ به لاړ شم. ځکه چې تا ته پته ده چې ما ستا څومره ښۀ خِدمت کړے دے.“
يعقوب د راحيل سره مينه کوله، نو ځکه هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به ستا د کشرې لور راحيل دپاره ستا اووۀ کاله خِدمت کوم.“
يعقوب د راحيل سره هم څملاستو او هغۀ د هغې سره د لِياه نه زياته مينه کوله. بيا هغۀ د لابن نور اووۀ کاله خِدمت وکړو.
لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا ولې زۀ دوکه کړم او زما لوڼه دې داسې بوتلې لکه د تُورې په زور دې نيولې وى؟
يعقوب جواب ورکړو، ”زۀ يرېدم، زما خيال دا وو چې تۀ خپلې لوڼه زما نه په زور بوځې.
تاسو دواړو ته پته ده چې ما د خپل ټول طاقت سره ستاسو د پلار خِدمت وکړو،
يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې.