24 نو هغې د هغۀ نوم يوسف کېښودو او ووئيل، ”مالِک خُدائ دې ما له يو بل زوئ هم راکړى.“
د يوسف د پېدا کېدو نه پس، يعقوب لابن ته وفرمائيل، ”ما له اجازت راکړه، چې زۀ خپل کور او خپل مُلک ته واپس لاړ شم.
د راحيل زامن يوسف او بنيامين وُو.
او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول.
چې کله د هغۀ وروڼو دا وليدل چې د هغوئ پلار د يوسف سره د هغوئ نه زياته مينه کوى، نو په هغوئ باندې هغه دومره بد لګېدو چې هغوئ به د هغۀ سره په سمه خولۀ خبرې هم نۀ کولې.
يوسف د مِصر د مُلک د مشر په توګه د ټولې دُنيا په خلقو باندې غله خرڅوله. نو د يوسف وروڼه راغلل او د هغۀ په مخکښې ټيټ شول او خپل سرونه يې ورته په زمکه ولګول.
”اے بنى آدمه، يو امسا راواخله او په هغې وليکه چې دا د يهوداه او هغۀ سره ولاړې قبيلې دى. بيا يو بله امسا راواخله او په هغې دا وليکه چې، د اِفرائيم امسا، دا د يوسف او د ټولو بنى اِسرائيلو د شمالى قبيلو ده چې ورسره ولاړې دى.
دولس زره د زبولون د قبيلې نه، دولس زره د يوسف د قبيلې نه، او دولس زره د بنيامين د قبيلې وُو.