23 هغه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو. هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يو زوئ راکړو نو زۀ يې د پېغور نه خلاصه کړم.“
چې کله مالِک خُدائ دا وليدل چې د لِياه سره مينه نۀ کېدله، نو مالِک خُدائ هغې له اولاد ورکړو، خو راحيل شنډه پاتې شوه.
کله چې هغه وخت راشى، نو اووۀ ښځې به يو سړے راونيسى او ورته به ووائى، ”مونږ به په خپله د خپل ځان دپاره د جامو او روټۍ اِنتظام کوُو، خو چې مونږ صرف ستا په نوم پورې تړلې يُو چې تۀ زمونږ خاوند يې، او داسې به مونږ د شرم نه بچ شُو.“
په دې دوران کښې خلق د زکرياه په اِنتظار وُو او سوچ يې کولو چې هغه د خُدائ په کور کښې ولې دومره ايسار شو.
دا يې ووئيل چې، ”دا د مالِک خُدائ رضا ده چې اوس هغۀ زما سترګې اوچتې کړې او زۀ يې د بنى آدمو په وړاندې په خپل فضل سره د سپکاوى نه بچ کړم.“
چې کوژدن يې د داؤد د خاندان يوسف نومې سړى سره شوې وه او د دې پېغلې نوم مريم وو.
خو هغې خپل پلار ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره دا يو کار وکړه، دوه مياشتې ما يواځې پرېږده، چې زۀ د خپلو ملګرو سره د غرونو په علاقه کښې سرګردانه وګرځم او ماتم وکړم ځکه چې زۀ په پېغلتوب کښې مړه کېږم.“