Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 30:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبول کړو او هغې له يې هم بچى ورکړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 30:22
11 Iomraidhean Croise  

اِسحاق مالِک خُدائ ته د خپلې ښځې دپاره سوال وکړو، ځکه چې هغه شنډه وه. مالِک خُدائ د هغۀ آواز واورېدو او رِبقه اُميدواره شوه.


چې کله مالِک خُدائ دا وليدل چې د لِياه سره مينه نۀ کېدله، نو مالِک خُدائ هغې له اولاد ورکړو، خو راحيل شنډه پاتې شوه.


يعقوب راحيل ته غصه شو او وې فرمائيل، ”زۀ خو څۀ خُدائ پاک نۀ يم چې تۀ مې د بچو نه محرومه کړې يې.“


وروستو د هغې يوه لور پېدا شوه، چې د هغې نوم يې دينه کېښودو.


د راحيل زامن يوسف او بنيامين وُو.


نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.


ځکه چې هغۀ ته خپله پاکه وعده ياده وه، کومه وعده چې هغۀ خپل خِدمتګار اِبراهيم سره کړې وه.


هغه شنډې ښځې په خپلو کورونو کښې داسې خوشحالوى، لکه يوه خوشحاله د بچو مور چې وى. مالِک خُدائ ته دې ثناء صِفت وى.


د مالِک خُدائ د طرف نه زامن ميراث دے، ماشومان د هغۀ د خوا نه اجر دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan