20 هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يوه ښُکلې تُحفه راکړې ده. اوس به زما خاوند زما قدر کوى، ځکه چې زما نه د هغۀ شپږ زامن پېدا شوى دى.“ نو هغې د هغۀ نوم زبولون کېښودو.
هغه يو ځل بيا اُميدواره شوه او د هغې يو بل زوئ وشو. هغې وفرمائيل، ”زما د خاوند زړۀ به اوس په ما پورې نور هم تړلے وى، ځکه چې زما نه د هغۀ درې زامن پېدا شول.“ نو د هغۀ نوم يې ليوى کېښودو.
لِياه جواب ورکړو، ”دا څۀ وړه خبره ده چې زما خاوند دې رانه قبضه کړے دے؟ او اوس تۀ وائې چې ما له هغه د حمل بوټى راکړه کوم چې ستا زوئ راوړى دى.“ راحيل ووئيل، ”کۀ تۀ ما له ستا د زوئ هغه بوټى راکړې، نو تۀ نن شپه د يعقوب سره څملاستے شې.“
لِياه بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې شپږم زوئ وشو.
وروستو د هغې يوه لور پېدا شوه، چې د هغې نوم يې دينه کېښودو.
ما ته ووايئ، چې تاسو څومره مهر هم غواړئ زۀ به يې درکړم، خو تاسو اجازت راکړئ چې دا جينۍ زۀ وادۀ کړم.“
دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.
زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلىاېل.
زبولون به د سيند په غاړه اوسيږى. د هغۀ د سيند غاړه به د کشتو دپاره محفوظ ځائ وى. د هغۀ علاقه به د صيدا پورې ورسيږى.
د بنيامين وړه قبيله د دوئ لارښودنه کوى، بيا ورپسې د يهوداه شهزادګان راروان دى، په هغوئ پسې د زبولون او نفتالى شهزادګان راروان دى.
خو کۀ پلار يې هغۀ له د ورکولو نه اِنکار وکړى، نو هغه به خامخا د هغې پېغلې پلار له د حق مهر برابر قيمت ورکوى.
ناصرت يې پرېښودو او په کفرنحُوم ښاريې کښې ډېره شو چې د درياب په غاړه دے چې د زبولون او نفتالى په سرحد کښې دے.
نو دغه قبيلې يعنې د روبين، جاد، آشر، زبولون، دان او نفتالى د عيبال په غرۀ ودريږى. او په خلقو به لعنت وائى
برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه.
هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه.
او ساؤل هغوئ له حُکم ورکړو چې داؤد ته ووايئ، ”بادشاه ستا نه د ناوې دا قيمت غواړى چې تۀ صِرف د سلو وژلو شوو فلستيانو سړو د سنتېدو څرمن راوړې، دا به د هغۀ د دشمنانو نه بدل اخستل وى.“ (نو دا د ساؤل منصوبه وه چې فلستيان داؤد ووژنى.)