19 لِياه بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې شپږم زوئ وشو.
نو د لابن دوه لوڼه وې، د مشرې نوم لِياه او د کشرې راحيل وو.
لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو.
هغې ووئيل، ”خُدائ پاک ما له يوه ښُکلې تُحفه راکړې ده. اوس به زما خاوند زما قدر کوى، ځکه چې زما نه د هغۀ شپږ زامن پېدا شوى دى.“ نو هغې د هغۀ نوم زبولون کېښودو.
زبولون او د هغۀ زامن، سرد، اېلون او يحلىاېل.
د زبولون به يوه حِصه وى، دا به د مشرق نه تر مغرب پورې د يساکار د علاقې سرحد وى.
د زبولون په قبيله کښې دا قبيلې وې، سرد، ايلون او يحلىاېل.