18 لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو.
خُدائ پاک د لِياه سوال واورېدو او هغه اُميدواره شوه او د يعقوب ترې پينځم زوئ وشو.
لِياه بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې شپږم زوئ وشو.
دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.
يساکار او د هغۀ زامن، تولع، فُوه، يوب او سِمرون.
د زبولون او يساکار قبيلو په حقله هغۀ وفرمائيل، ”زبولون دې په سمندرى کاروبار کښې مالداره شى، او د يساکار دولت دې په کور کښې زيات شى.
دولس زره د شمعون د قبيلې نه، دولس زره د ليوى د قبيلې نه، دولس زره د يساکار د قبيلې نه،