17 خُدائ پاک د لِياه سوال واورېدو او هغه اُميدواره شوه او د يعقوب ترې پينځم زوئ وشو.
چې کله يعقوب ماښام د پټو نه راغلو، لِياه بهر مِلاوېدو له هغۀ له ورغله او وې وئيل، ”تۀ به خامخا نن زما سره څملې، ځکه چې ما د خپل زوئ د حمل بوټى ستا په سر ورکړى دى.“ نو په هغه شپه د هغې سره څملاستو.
لِياه ووئيل، ”خُدائ پاک ما له خپل اجر راکړے دے، ځکه چې ما خپله وينځه خپل خاوند له ورکړه.“ نو هغې په خپل زوئ يساکار نوم کېښودو.
بيا خُدائ پاک راحيل راياده کړه، هغۀ د هغې سوال قبول کړو او هغې له يې هم بچى ورکړل.
راحيل ووئيل، ”خُدائ پاک زما په حق کښې فېصله کړې ده. هغۀ زما سوال اورېدلے دے او ما له يې يو زوئ راکړے دے.“ نو د هغۀ نوم يې دان کېښودو.
بيا مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”ما وليدل چې زما د خلقو سره په مِصر کښې څومره ظلم کيږى، ما د هغوئ فرياد اورېدلے دے چې هغوئ د ظالمانو مشرانو نه خلاص شى. ما ته د هغوئ د ټولو تکليفونو پته ده،
خو فرښتې هغۀ ته وفرمائيل، ”زکرياه. يرېږه مه. ستا دُعا قبوله شوه، ستا د ښځې اليشبع به يو زوئ وشى او تۀ به د هغۀ نوم يحيىٰ کېږدې.
چې حنه اُميدواره شوه او يو زوئ يې پېدا شو نو سموئيل نوم يې ورباندې کېښودو او وې وئيل، ”ما دے د مالِک خُدائ نه غوښتے دے.“