13 او لِياه ووئيل، ”زۀ څومره خوشحاله يم. اوس به ښځې ما ته خوشحاله وائى.“ نو هغې د هغۀ نوم آشر کېښودو.
د زِلفه نه د يعقوب يو بل زوئ وشو،
د لِياه د وينځې زِلفه زامن جاد او آشر وُو. دا د يعقوب زامن دى چې په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو.
آشر او د هغۀ زامن، يمنه، اِسواه، اِسوى، بريعاه او د هغوئ خور سِره. د بريعاه زامن حِبر او مُلکىاېل وُو.
د آشر زمکه به ډېر ښۀ خوراک پېدا کړى. هغه به د بادشاهانو دپاره ښۀ مزېدار خوراک تيار کړى.
د هغې بچى چې راپاڅى نو دې ته برکت ورکوى او خاوند يې هم صِفت کوى،
خو زۀ به بيا هم خپله ګوګوشتکه خوښومه، زما کامله مينه، د خپلې مور ډېره خوښه ده نه، او د هغه چا ډېره نيازبينه چا چې زيږولې ده نه. پېغلې هغه وينى او د هغې صِفت کوينه، تر دې چې شهزادګۍ او شاهى وينځې د هغې د صِفت سندرې وائينه.
چې هغۀ د خپلې عاجزې وينځې په حال دومره لوئ نظر کړے دے. د نن ورځې نه پس به راتلونکى ټولې پيړۍ ما ته بختوره وائى.