7 چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل.
سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.
خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“
چې څنګه هغوئ ښار ته ورننوتل، نو اليشع دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، د هغوئ سترګې وغړوه چې هغوئ ليدل وکړى.“ نو مالِک خُدائ د هغۀ سوال واورېدو، هغۀ د هغوئ نظر ښۀ کړو او هغوئ وليدل چې هغوئ په سامريه کښې دننه وُو.
ستاسو کټ دومره لنډ دے چې پښې په کښې نۀ شى غزېدلے او کمبله دومره وړه ده چې څوک په کښې پټېدے نۀ شى.
خلق به تا وګورى چې بربنډ يې، هغوئ به ستا شرمګاه وګورى. زۀ به بدله واخلمه او هيڅ څوک به نۀ پرېږدم.
يروشلم ښاريې سخته ګناه وکړله او د هغې په وجه پليته شوه. هر چا چې د هغې عزت کولو اوس ورته سپک ګورى ځکه چې دوئ هغه بربنډه او عاجزه وليده. هغه په خپله په زوره زبيرګى کوى او د شرم نه خپل مخ په لاسونو پټوى.
او په عالمِ ارواح کښې چرته چې هغه په عذاب وو، هغۀ چې پورته وکتل نو لرې يې لعزر د اِبراهيم په غېږ کښې وليدلو.
او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو.
او دا تکليفونه چې تاسو وينئ نو تاسو به ليونى شئ.
هغۀ داسې د دې دپاره وکړل چې د بنى اِسرائيلو هر يو نسل ته د جنګ چل وښائى، خصوصاً هغوئ ته چې کومو مخکښې هيڅکله هم جنګ نۀ دے کړے.