Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 3:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 خو د هغه ونې د مېوې نه بغېر چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته فرمائيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نه لاس وروړئ، کۀ داسې مو وکړل نو مړۀ به شئ.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 3:3
12 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک په خوب کښې جواب ورکړو، ”آو، ما ته پته ده چې تا دا په صفا نېت کړى دى، هغې ته ګوتې وروړلو ته مې ځکه پرې نۀ ښودلې چې زما خِلاف ګناه ونۀ کړې.


ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اجازت شته،


مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقيناً نۀ مرئ.


”زما خوښ کړے شوو خِدمت کوونکو ته ضرر مۀ رسوئ، زما پېغمبرانو ته تکليف مۀ رسوئ.“


خو کۀ تۀ اوس د هغۀ نه هغه هر څۀ واخلې نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“


اے زما دوستانو، په ما باندې رحم وکړئ، په ما باندې رحم وکړئ، ځکه چې د خُدائ پاک ګزار زۀ وهلے يم.


خو کۀ د هغۀ په بدن باندې تکليف راولې، نو هغه به ستا په حضور کښې په تا لعنت ووائى.“


اوس د هغه مسئلو په حقله کومې چې تاسو ليکلى دى چې د سړى دپاره دا بهتره ده چې د ښځې سره کوروالے ونۀ کړى.


دې دپاره مالِک فرمائى چې، ”د هغوئ نه راوځئ او د هغوئ نه جدا شئ او يو ناپاک څيز له هم لاس ورنۀ وړئ، نو زۀ به تاسو قبول کړم.


”دې ته لاس مۀ وروړئ، دا مۀ څکئ، مۀ ورسره لګئ؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan