23 نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.
په زمکه هيڅ قِسم بوټے نۀ وو او هيڅ تخم زرغون شوے نۀ وو، ځکه چې هغۀ باران نۀ وو ورولے او د زمکې د کروندې هم څوک نۀ وُو.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک د زمکې نه څۀ خاوره واخستله او آدم يې ترې نه جوړ کړو. خُدائ پاک د هغۀ په سپېږمو کښې د ژوند ساه پو کړه او آدم ژوندے نفس جوړ شو.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک په عدن کښې يو باغ وکَرلو او هغه پېدا کړے آدم يې په کښې مقرر کړو.
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“
آدم يې بهر کړو او د باغ نمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
کله چې تۀ يوې کوې، نو زمکه به هيڅ پېداوار نۀ درکوى، تۀ به بېکوره يې او په زمکه به يو ځائ بل ځائ ګرځې.“
وروستو يې بيا يو بل زوئ، هابيل وشو. هابيل شپون شو، خو قائِن زميدار وو.
نوح زميدار وو، هغه وړومبے کس وو چې د انګورو باغ يې وکَرلو.
تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.