Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 3:22 - Pakistani Yousafzai Pashto

22 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 3:22
15 Iomraidhean Croise  

بيا خُدائ پاک وفرمائيل، ”اوس به مونږ انسان د خپل صورت په شان جوړ کړُو چې زمونږ په شان شى. هغوئ به په کبانو، مارغانو او په ټولو ځناورو، څاروو او ځنګلى، وړو او غټو ځناورو باندې اختيار لرى.“


هغۀ هلته هر قِسم ښائسته او مېوه‌دارې ونې راشنې کړلې. هغۀ د باغ په مينځ کښې ژوند ورکوونکى ونه او د ښۀ او بد پوهه ورکوونکى ونه ولګوله.


نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.


نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو.


خُدائ پاک دا ځکه فرمائيلى دى، چې هغۀ ته پته ده کۀ تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړيږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“


غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى، د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.


حِکمت د هغوئ دپاره د ژوند ونه ده څوک چې هغې ته غاړه ورکوى، بختور دى هغوئ څوک چې هغه راټينګوى.


تاسو څوک چې په لبنان کښې اوسېږئ، او ځان ته مو د دِيار نه جاله جوړه کړې ده، تاسو به د دردونو په وجه داسې زبيرګى کوئ لکه چې يوه ښځه يې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې کوى.“


د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.


بختور دى هغه خلق چې خپلې چُوغې يې صفا وينځلى دى، نو هم هغوئ به د ژوندون د ونې حق ومومى او ښار ته به په دروازو ورننوځى.


د ښار د لوئ سړک په مينځ کښې رابهېدلو. د درياب په دواړو غاړو د ژوندون ونه وه چې دولس قسمه مېوه يې نيوله او هره مياشت به يې مېوه نيوله. او د ونې پاڼې د قومونو د شفا ورکولو دپاره دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan