21 نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.
آدم په خپله ښځه حوا نوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه.
بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او اوس د ښۀ او بد پوهه لرى. داسې ونۀ شى چې هغه خپل لاس اوږد نۀ کړى او د ژوند ورکونکى ونې نه مېوه وخورى، او تل ژوندے پاتې شى.“
چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل.
زۀ په مالِک خُدائ کښې ډېر خوشحاله يم. زما ځان د خُدائ پاک په تعريف کښې د خوشحالۍ سندرې وائى. ځکه لکه څنګه چې د وادۀ زلمے د وادۀ په جوړه کښې او ناوې په کالو ځان سنګار کړے وى داسې مالِک خُدائ زۀ د خلاصون په لباس او د صداقت په څادر کښې رانغښتے يم.
لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته.
او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو.
خُدائ پاک مسيح زمونږ د ګناهونو دپاره فديه کړو چا چې کله هم ګناه نۀ وه کړې، د دې دپاره چې مونږ د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک په وړاندې صادق ثابت شُو.