17 او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې.
نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“
دا به ازغى او مرکونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بوټى خورې.
چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شُو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړه.
لمک ووئيل، ”دا ماشوم به مونږ له د مالِک خُدائ لعنتى کړے شوې زمکې د سختې خوارۍ نه آرام راکړى.“ نو د هغۀ نوم يې نوح کېښودو.
د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې وفرمائيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅکله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى.
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،
د بدعمله خلقو ډيوه څو ځلې مړه کړے شوې وه؟ او څو ځلې په هغوئ باندې تباهى راغلې وه. خُدائ پاک څو ځلې په خپله غصه کښې سزا ورکوى؟
خوراک پسې وختى پاڅېدل او تر ناوخته ويښ پاتې کېدل بېفائدې دى، خُدائ پاک چې چا سره مينه کوى کۀ هغه اودۀ وى نو ورته خوراک ورکوى.
خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
هغۀ خپل ټول ژوند په تيارۀ، په پرېشانۍ، په غصه او په بيمارۍ کښې تېر کړو.
بادشاه ورته ووئيل چې زما ملګريه، تۀ د وادۀ د جامو نه بغېر دلته څنګه راغلې؟ هغۀ سره هيڅ جواب نۀ وو.
نو هغۀ ورته جواب ورکړو، زۀ تاسو ته رښتيا وايم، کله چې تاسو د دوئ نه د يو کس سره هم مدد نۀ دے کړے، نو دا تاسو ما سره مدد نۀ دے کړے.
هغۀ جواب ورکړو، اے بد تميزه. زۀ به هم ستا په خولۀ تا سره اِنصاف وکړم. تا ته دا معلومه وه چې زۀ يو سخت سړے يم او هغه څۀ حاصلوم چې کوم ما نۀ وى ورکړى او هغه څۀ رېبم چې کوم ما نۀ وى کَرلى؟
ما تاسو ته دا هر څۀ ووئيل نو چې تاسو په ما کښې سلامتيا حاصله کړئ. په دې دُنيا کښې به تاسو زحمتونو سره مخامخ شئ. خو زړَور شئ ځکه چې زۀ په دُنيا غالب شوے يم.“
اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى.
خو کۀ دا زمکه ازغى او جاړې زرغونوى نو دا بېفائدې ده او زر به لعنتى شى او د دې اَنجام به سوزول وى.