16 او هغۀ ښځې ته وفرمائيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اختيار لرى.“
کۀ تا ښۀ کړى وے، نو تۀ به مسکے وې، خو تا بد کړى دى، نو ګناه په تا حمله کولو ته تياره ده. دا په تا حُکم چلول غواړى، خو تۀ پرې خامخا غالِب شه.“
يو سړے وو چې نوم يې يعبيض وو، هغه په خپلو وروڼو کښې ډېر عزتمند سړے وو. په هغۀ باندې خپلې مور يعبيض نوم اېښے وو، ځکه چې د هغۀ د پېدا کېدو درد ډېر سخت وو.
کله چې ستا د دې فرمان پته په دې لويه بادشاهۍ کښې ولګى، نو هره ښځه به د خپل خاوند ښۀ عزت کوى، کۀ هغه مالداره وى او کۀ غريب وى.“
هغوئ هلته د يرې نه شول په لړزان، څنګه چې په تکليف پېدا کيږى ماشومان.
هغوئ ټول به ويريږى په دردونو کښې به راګېر شى، داسې دردونه به وى لکه چې د يوې ښځې ماشوم پېدا کيږى. هغوئ به په يره يره کښې يو بل ته ګورى او د يرې په وجه به د هغوئ مخونه زېړ شى.
نو په دې وجه زۀ د يرې او درد سره مخ شوے يم، او دا درد داسې دے لکه چې ښځه يې د ماشوم د پېدا کولو په وخت لرى. زۀ چې څۀ اورم نو په ما بد لګى او چې څۀ ګورم نو يرېږم.
کله چې هغه وګورى چې د هغۀ د مصيبت اوچتولو په وجه هغۀ څۀ حاصل کړى دى، نو هغه به مطمئن شى. زما صادق خِدمت کوونکے به ډېر خلق صادقان کړى، ځکه چې هغه به د هغوئ ګناهونه اوچت کړى.
تۀ به په هغه ورځ څۀ وائې کله چې مالِک خُدائ په تا هغه خلق حکمرانان مقرر کړى کوم خلق چې تا خپله ډله جوړه کړې وه؟ لکه څنګه چې د ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى نو تۀ به په دغه شان تکليف کښې شې.
تاسو څوک چې په لبنان کښې اوسېږئ، او ځان ته مو د دِيار نه جاله جوړه کړې ده، تاسو به د دردونو په وجه داسې زبيرګى کوئ لکه چې يوه ښځه يې د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې کوى.“
ما داسې ژړا واورېدله لکه چې د يوې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت وى، داسې زبيرګى وُو لکه څنګه چې يوه ښځه په وړومبى ماشوم کوى. زما لور صيون ژاړى او سلګۍ وهى، او خپل لاس يې د امداد دپاره اوږد کړے دے او وائى، ”افسوس په ما! زۀ تباه شوم او چې د خپلو قاتلانو د وړاندې تکه زېړه او بېوسه شوې يمه.“
د دمشق ښاريه د هغې ښځې په شان ده چې بېهمته شوه، او د هغې ټول خلق وتښتېدل. يرې، وارخطايۍ، او درد هغه رانيولې ده لکه څنګه چې يوه ښځه د لنګون په وخت کښې نيولې وى.
”کله چې مونږ د دوئ په حقله واورېدل، نو زمونږ لاسونو همت پرېښودلو او په لړزېدو شول. لکه څنګه چې يوې ښځې ته د لنګون درد شروع شى دغه شان درد، يرې او وحشت راواخستلو.
د هغې خاوند دا حق لرى چې هغې له د دې لوظُونو پوره کولو اجازت ورکړى يا ورنۀ کړى.
د ماشوم د پېدا کېدو په وخت کښې ښځه په تکليف کښې وى. خو د ماشوم په پېدا کېدو سره د هغې نه ټول دردونه هېر شى، د دې خوشحالۍ په وجه چې هغې دُنيا ته يو نوے ماشوم راوستو.
خو زۀ غواړم چې تاسو پوهه شئ چې د هر سړى سر مسيح دے، او خاوند د خپلې ښځې سر دے، او د مسيح سر خُدائ پاک دے.
ښځې دې په جماعتونو کښې خاموشه وى. ځکه چې هغوئ ته د خبرو کولو اجازت نشته بلکې هغوئ دې تابعدارې وى څنګه چې شريعت هم وائى.
ښځه د خپل بدن اختيارمنده نۀ ده، بلکې اختيار د خاوند دے. هم دغه شان خاوند د خپل بدن اختيارمند نۀ دے بلکې د هغۀ ښځه ده.
اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى.
کله چې هغوئ وائى چې، ”امن او سلامتى ده،“ نو ناګهانه به په هغوئ هلاکت راشى لکه څنګه چې په اُميدوارې ښځې د ماشوم پېدا کېدو درد راشى، نو هغه خلق به تښتېدلے نۀ شى.
ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بىبى حوا.
خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.
او هغوئ دې شريفې، پاک لمنې او د کور ښۀ کار کوونکې او مهربانى کوونکې او د خپلو خاوندانو تابعدارې دې وى، نو د دې دپاره چې د خُدائ پاک کلام بدنام نۀ شى.