14 بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته وفرمائيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې. د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې ترڅو ژوندے يې خاورې به خورې.
شرمخان او ګډې به يو ځائ خوراک کوى، زمريان به د څاروو په شان بوس خورى او ماران به خاورې خورى. زما په مقدس غر، صيون باندې به نۀ څۀ غلط کار کيږى او نۀ به چا ته څۀ نقصان رسى. ما، مالِک خُدائ دا فرمائيلى دى.“
نو تاسو خامخا د حلالو او حرامو ځناورو او مارغانو په مينځ کښې فرق وکړئ. حرام ځناور او حرام مارغان مۀ خورئ. ما ورته ناپاک وئيلى دى او چې تاسو دا وخورئ نو ناپاک به شئ.
هغوئ به لکه د مار خاوره وخورى، لکه د هغه مخلوق چې په زمکه په سينه ښويږى. هغوئ به په رپېدو بهر د خپل غارونو نه راوځى، هغوئ به د يرې نه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته راوګرځى او تا نه به يريږى.