Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 3:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته وفرمائيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 3:13
15 Iomraidhean Croise  

فِرعون ابرام راوغوښتو او تپوس يې ترې وکړو، ”دا تا زما سره څۀ کړى دى؟ تا ولې ما ته ونۀ وئيل چې هغه ستا ښځه ده؟


او يوسف ورته وفرمائيل، ”تاسو څۀ کړى دى؟ تاسو ته پته نۀ وه چې زما په شان سړے په فال څيزونه معلوموى؟“


نو يوآب بادشاه له لاړو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟ ابنير تا له راغلے وو، نو تا هغه داسې ولې پرېښودو؟


نو د بيت‌ايل بوډا پېغمبر هغۀ ته وفرمائيل، ”زۀ هم ستا په شان پېغمبر يم او د مالِک خُدائ په حُکم ما ته يوې فرښتې وفرمائيل چې د ځان سره دې کور ته بوځم او زۀ ستا مېلمستيا وکړم.“ خو دروغ يې ورته ووئيل.


د يوې لور پېدا کېدو نه پس ښځه تر څوارلسو ورځو پورې هم هغه شان ناپاکه وى، چې څنګه د مياشتنۍ بيمارۍ په دوران کښې ناپاکه وى. او د پوره پاکېدو دپاره به هغه شپږ شپېتۀ ورځې نور هم انتظار کوى.


يُونس هغوئ ته دا هم وفرمائيل چې، ”زۀ د مالِک خُدائ د حضور نه تښتم.“ دې هر څۀ اورېدو سره مسافر سخت ويرېدل او ورته يې ووئيل، ”دا تا څۀ کړى دى؟“


پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“


خو هم د دې حُکم په وسيله ګناه ته داسې موقع په لاس ورغله او زۀ يې دوکه کړم او د دې په وسيله يې مړ کړم.


خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.


او شېطان آدم دوکه نۀ کړو بلکې ښځه يې دوکه کړې وه او ګناهګاره شوه.


خو سموئيل وفرمائيل، ”تا څۀ کړى دى؟“ ساؤل جواب ورکړو، ”خلق زما نه تلل، خو چې تا څنګه فرمائيلى وُو نو تۀ په مقرر وخت رانۀ غلې، د دې نه علاوه، فلستيان په مِکماس کښې د جنګ دپاره راغونډيږى.


ساؤل جواب ورکړو، ”زما سړو دا د عماليقيانو نه اخستى دى. هغوئ ښې ګډې او څاروى ساتلى دى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ته يې د نذرانې په توګه پېش کړى. او باقى ټول مو بېخى تباه کړى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan