10 هغۀ ورته وفرمائيل، ”ما په باغ کښې ستا د راتلو آواز واورېدو، نو زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“
سړے او ښځه دواړه بربنډ وُو، خو د يو بل نه يې پړده نۀ کوله.
نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“
چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل.
نو په دې وجه زۀ د هغۀ په حضور کښې يرېږم، کله چې زۀ په دې سوچ کوم نو په يره کښې راګېر شم.
کۀ ما خپله ګناه د نورو خلقو په شان پټه کړې وې، او غلطى مې په خپل زړۀ کښې پټه ساتلې وې،
ستا د يرې نه زما بدن رپى او زۀ ستا د عدالت نه يرېږمه
چې کله خلقو د تندرونو او د بيګل آواز واورېدو او برېښناګانې او د غرۀ لوګى يې وليدل، هغوئ د يرې نه ولړزېدل او لرې ودرېدل.
هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”کۀ تۀ زمونږ سره خبرې کوې نو مونږ به ورته غوږ ونيسو، خو کۀ خُدائ پاک زمونږ سره خبرې وکړى نو مونږ يريږو چې مړۀ به شو.“
زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.
موسىٰ وليدل چې هارون هغه خلق خپلې خوښې ته پرېښى وُو او د قابو نه يې وتلى وُو او د خپلو دشمنانو په مخکښې يې خپل ځانونه شرمولى وُو.
د صيون ګناهګار خلق د يرې نه ريږدى. بېدينه خلق رپيږى او وائى، ”د خُدائ پاک تباه کوونکى اور په وړاندې څوک ژوندى پاتې کېدے شى؟ زمونږ د خلقو نه به څوک په داسې ابدى اور کښې ژوندى پاتې شى؟“
خلق به تا وګورى چې بربنډ يې، هغوئ به ستا شرمګاه وګورى. زۀ به بدله واخلمه او هيڅ څوک به نۀ پرېږدم.
تۀ د چا نه دومره سخت يرېدې چې تا ما ته دروغ ووئيل، نۀ دې زۀ ياد کړم او نۀ دې زما پرواه وکړه؟ زۀ چې دا دومره موده خاموش وم نو په دې وجه تۀ زما نه نۀ يرېږې څۀ؟
خو مونږ ولې خپل ځانونه د مرګ په خطره کښې واچوو؟ هغه لوئ اور به مونږ تباه کړى. زمونږ دا يقين دے کۀ چرې بيا مونږ د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک خبرې واورېدلې نو مړۀ به شُو.
کله چې زمونږ زړۀ مونږ ملامتوى نو خُدائ پاک زمونږ د زړۀ نه ډېر لوئ دے او هغه په هر څۀ خبر دے.
”ګورئ، زۀ د غل په شان درځم. بختور دے هغه چې بېدار وى او جامې يې اغوستې وى نو چې هغه به بربنډ نۀ شى او خلق به د هغۀ شرم ونۀ وينى.“