Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 3:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک فرمائيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 3:1
14 Iomraidhean Croise  

کۀ په هغوئ کښې يو کس وغورزيږى، نو هغه دوېم به يې راپاڅوى، خو کۀ څوک يواځې وى او وغورزيږى، نو په هغۀ افسوس، ځکه چې داسې به څوک نۀ وى چې هغه راپاڅوى.


په هغه ورځ به مالِک خُدائ د خپلې زورَورې او کلکې تُورې نه کار واخلى چې هغه تښتېدونکې بلا له يعنې تاوېدونکې راتاوېدونکې بلا له سزا ورکړى او وې ووژنى کومه چې په سمندر کښې اوسيږى.


ګورئ، زۀ تاسو لکه د ګډو په شان د شرمخانو مينځ ته لېږم. د مارانو په شان هوښيار او د کونترو په شان بې‌آزاره اوسئ.


بيا اِبليس ورغلو او ورته يې ووئيل، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو دې کاڼو ته ووايه چې روټۍ شى.“


او ورته يې ووئيل چې، ”کۀ تۀ د خُدائ پاک زوئ يې نو خپل ځان دلته نه ښکته وغورزوه، ځکه چې صحيفې وائى چې، هغه به ستا په حقله خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، او هغوئ به تا په خپلو لاسونو کښې پورته کړى هسې نه چې په کاڼى تيندک وخورى.“


او ورته يې ووئيل چې، ”دا هر څۀ به تا له درکړم خو کۀ تۀ راته صرف سجده وکړې او زما عبادت وکړې.“


په دې کښې څۀ حېرانتيا نشته، ځکه چې شېطان هم خپل ځان د يو نُورانى فرښتې په شان جوړوى.


خو زۀ يرېږم چې داسې ونۀ شى لکه څنګه چې مار په خپله چالاکۍ بى‌بى حوا دوکه کړه او ستاسو خيالات هم د هغه خلوص او پاکوالى نه بل خوا شى، کوم چې د مسيح سره په کار دى.


اے خاوندانو، هم دغه شان تاسو هم د خپلو ښځو سره په احترام سره ژوند کوئ او د ښځو لکه د نازکو لوښو په شان عزت کوئ ځکه چې هغوئ تاسو سره د ژوند په نعمت کښې وارثانې دى، نو هسې نه چې ستاسو دُعاګانې د قبلېدو نه ايسارې شى.


بيا اژدها د خپلې خولې نه د اوبو يو سېلاب وبهيولو چې هغه ښځه لاهو کړى.


نو دا لويه اژدها لاندې راوغورزولے شوه، هغه زوړ مار چې شېطان يا اِبليس بللے شى چې ټوله دُنيا يې دوکه کړې ده، هغه د خپلو فرښتو سره لاندې زمکې ته راګزار کړے شو.


او هغه اژدها چې زوړ ښامار دے، هغه يې ونيوو، اِبليس يعنې شېطان، او تر زرو کالو پورې يې وتړلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan