8 هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. او چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مونږ رَمو له اوبۀ ورکوو.“
او چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله او اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کوهى په خولۀ کېښودله.
يعقوب وفرمائيل، ”ګوره تر اوسه پورې نمر اوچت ولاړ دے او د رَمو د راغونډولو وخت لا نۀ دے، تاسو ولې اوبۀ نۀ ورکوئ او واپس يې څرولو له نۀ بوځئ؟“
يعقوب لا د هغوئ سره خبرې کولې چې راحيل د خپل پلار د رَمې سره راورسېدله، ځکه چې هغه شپونکۍ وه.
دوئ ورته ووئيل، ”مونږ خپله خور داسې سړى ته نۀ شُو ورکولے چې هغه سنت نۀ وى، دا به زمونږ دپاره د شرم خبره وى.
يوسف په يو دسترخوان روټۍ ته ناست وو او په بل باندې د هغۀ وروڼه ناست وُو. او چې کومو مِصريانو هلته روټۍ خوړله، هغوئ ته يې په بل ځائ کښې روټۍ کېښودله، ځکه چې هغوئ د عبرانيانو سره روټۍ خوړل حرام ګڼل.
په لاره هغوئ يو بل ته ووئيل چې، ”مونږ ته به د غار د خولې نه کاڼے څوک ورغړوى؟“
خو هغوئ د غار نه کاڼے رغړېدلے وليدو.