7 يعقوب وفرمائيل، ”ګوره تر اوسه پورې نمر اوچت ولاړ دے او د رَمو د راغونډولو وخت لا نۀ دے، تاسو ولې اوبۀ نۀ ورکوئ او واپس يې څرولو له نۀ بوځئ؟“
هغۀ ترې تپوس وکړو، ”هغه څنګه دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغه ښۀ دے، ګوره، دلته د هغۀ لور راحيل د خپلو رَمو سره راروانه ده.“
هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. او چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مونږ رَمو له اوبۀ ورکوو.“
په دې ورځو کښې هره موقع د ښېګړې دپاره غنيمت وګڼئ ځکه چې زمانه بده ده.