6 هغۀ ترې تپوس وکړو، ”هغه څنګه دے؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”هغه ښۀ دے، ګوره، دلته د هغۀ لور راحيل د خپلو رَمو سره راروانه ده.“
يعقوب وفرمائيل، ”ګوره تر اوسه پورې نمر اوچت ولاړ دے او د رَمو د راغونډولو وخت لا نۀ دے، تاسو ولې اوبۀ نۀ ورکوئ او واپس يې څرولو له نۀ بوځئ؟“
د هغۀ پلار ووئيل، ”لاړ شه او وګوره کۀ رمه او ستا وروڼه په خېر وى، بيا واپس راشه او ما خبر کړه.“ نو د هغۀ پلار هغه د حبرون مېدان نه ولېږلو او يوسف شِکم ته ورسېدو
هغۀ د هغوئ نه د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا يې ورته ووئيل، ”تاسو ما ته د خپل ضعيف پلار په حقله وئيلى وُو، هغه څنګه دے؟ هغه ژوندے دے؟“
يوآب عماسا ته ووئيل، ”زما ملګريه څنګه يې؟“ او د چل دپاره يې خپل ښے لاس د هغۀ ږيرې له وروړلو چې ښُکل يې کړى.
نو موسىٰ هغۀ سره مِلاوېدو دپاره بهر لاړو، د هغۀ په مخکښې د عزت نه ټيټ شو او ښُکل يې کړو. هغوئ د يو بل د خېر خېريت پوښتنه وکړه او بيا د موسىٰ خېمې ته دننه راغلل.
داؤد خوراک د سامان وړُونکى ذمه وار کس سره پرېښودو، د جنګ مېدان ته يې منډه کړه، خپلو وروڼو له ورَغلو او سلام يې ورباندې واچولو.
نو هغۀ لس زلمى د دې حُکم سره ولېږل چې کرمل ته لاړ شئ، نابال ولټوئ او زما سلام ورورسوئ.