5 هغۀ ترې تپوس وکړو، ”تاسو د نحور نمسے، لابن پېژنئ؟“ هغوئ ورته ووئيل، ”آو، مونږ يې پېژنو.“
د دُعا ختمولو نه مخکښې، رِبقه چې د هغې په اوږو منګے وو راووتله. هغه د بتواېل لور وه، چې هغه د اِبراهيم د ورور نحور او د هغۀ د ښځې مِلکاه زوئ وو.
هغې جواب ورکړو، ”زما پلار بتواېل دے، چې د نحور او مِلکاه زوئ دے.
د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو.
د اِبراهيم خُدائ پاک او د نحور خُدائ پاک به په مونږ نظر وکړى چې مونږ کومه معاهده کړې ده چې د هغې خيال ساتو.“ بيا يعقوب د هغه خُدائ پاک په نوم د کوم چې د هغۀ پلار اِسحاق عبادت کولو پوخ لوظ وکړو چې دا وعده به پوره کوى.