4 يعقوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما وروڼو، تاسو د کوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ د حاران يُو.“
تارح د خپل زوئ ابرام، د خپل نمسى لوط، چې د حاران زوئ وو، او د خپلې اِنږور سارۍ سره، چې د ابرام ښځه وه، روان شو او په بابل کښې د اُور ښار نه د کنعان مُلک ته لاړل. خو چې حاران ته ورسېدل نو هلته دېره شول.
د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.
نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،
يعقوب د بيرسبع نه لاړو او د حاران په طرف روان شو.
او چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله او اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کوهى په خولۀ کېښودله.
نو ستِفانوس جواب ورکړو، ”اے وروڼو، او اے مشرانو، زما خبره واورئ. د جلال مالِک خُدائ زمونږ نيکۀ اِبراهيم ته حاران ته د تلو نه مخکښې ښکاره شو چې هغه لا د مسوپتاميه په مُلک کښې وو.
بيا هغه د کلدانيانو د مُلک نه ووتو او په حاران کښې دېره شو. د هغۀ د پلار د مرګ نه پس خُدائ پاک هغه دې مُلک ته راوستو چرته چې اوس تاسو اوسېږئ.