3 او چې کله به ټولې رَمې هلته راغونډې شوې، نو شپانو به هغه تيږه لرې کوله او اوبۀ به يې ورکولې. بيا به هغوئ هغه تيږه واپس په خپل ځائ د کوهى په خولۀ کېښودله.
چې څنګه هغۀ وکتل نو هغۀ په مېدان کښې يو کوهے وليدو او وې ليدل چې درې رَمې ورسره پرتې وې. هغه رَمو به د دې کوهى نه اوبۀ څښلې او د هغه کوهى په خولۀ يوه غټه تيږه پرته وه.
يعقوب د شپانو نه تپوس وکړو، ”زما وروڼو، تاسو د کوم ځائ يئ؟“ هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ د حاران يُو.“
هغوئ جواب ورکړو، ”مونږ داسې تر هغې پورې نۀ شُو کولے چې ټولې رَمې راغونډې نۀ وى. او چې کله هغه تيږه لرې کړے شى، نو بيا به مونږ رَمو له اوبۀ ورکوو.“
خو څۀ شپانو د يترو لوڼه وشړلې. نو موسىٰ د هغوئ د بچ کولو دپاره ورَغلو او د هغوئ څاروو له يې اوبۀ ورکړې.
اے زما محبوبې، تۀ زما بنده باغيچه ينه، تۀ زما دُنيا ينه، او زما ناوې ينه، زما پټ باغ، زما پټه چينه ينه،
د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول.