16 نو د لابن دوه لوڼه وې، د مشرې نوم لِياه او د کشرې راحيل وو.
لابن يعقوب ته ووئيل، ”تا له صِرف زما د خپلوالۍ په وجه زما خِدمت کول نۀ دى په کار. ما ته ووايه، چې تۀ به څومره مزدورى غواړې؟“
د لِياه سترګې ښُکلې وې، خو راحيل د بدن نه ښُکلې وه.
لِياه بيا اُميدواره شوه او د يعقوب ترې شپږم زوئ وشو.
نو يعقوب راحيل او لِياه راوغوښتلې چې د هغۀ سره په پټى کښې مِلاو شى چرته چې د هغۀ رَمې وې.
هغۀ نورې ښځې او د هغوئ بچى مخکښې کړل، بيا يې لِياه او د هغې بچى کړل او راحيل او يوسف يې وروستو کړل.
دا د لِياه زامن دى، روبين د يعقوب مشر زوئ، شمعون، ليوى، يهوداه، يساکار او زبولون.
دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو.
دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِبراهيم او د هغۀ ښځه ساره ښخ کړى وُو، دا هم هغه ځائ دے چرته چې هغوئ اِسحاق او د هغۀ ښځه رِبقه ښخه کړې وه، او دا هغه ځائ دے چرته چې ما لِياه ښخه کړې ده.
مشرانو او نورو کسانو ووئيل، ”آو، مونږ ګواهان يُو. مالِک خُدائ دې ستا ښځه د راحيل او لِياه په شان کړى، چې هغوئ د يعقوب کور آباد کړو. تۀ دې په اِفرات کښې مالدار او په بيتلحم کښې مشهور شې.