5 نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتواېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.
د دې نه پس، د اِبراهيم نوکر او د هغۀ سره نورو سړو خوراک څښاک وکړو او هلته يې شپه تېره کړه. چې کله هغوئ سحر پاڅېدل، هغۀ ووئيل، ”ما خپل نېک له واپس ولېږه.“
اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتواېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو.
نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،
سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتواېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه.
بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو.
هغۀ راحيل ته وفرمائيل، ”زۀ ستا د پلار رشتهدار، د رِبقې زوئ يم.“ هغې منډه کړه چې خپل پلار ته ووائى،
په هغه شپه خُدائ پاک لابن ته په خوب کښې راغلو او هغۀ ته يې ووئيل، ”خيال کوه چې يعقوب ته هيڅ هم ونۀ وائې.“
يعقوب واپس خپل پلار اِسحاق ته، حبرون سره نزدې ممرې ته راغلو، دا هغه ځائ دے چرته چې اِبراهيم او اِسحاق اوسېدلى وُو.
د شام خلقو تا سره کاروبار وکړو ځکه چې په تا کښې هر قسم څيز مِلاوېدو، هغوئ ستا د سامان په بدله کښې تا له زمرد کاڼى کاسنى او آسمانى رنګى کپړې، ګُلکارى، نرم کتان، مرجان او ياقوت درکول.
يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې.
نو، د مالِک خُدائ په حضور کښې به تاسو دا خبرې بيان کړئ چې، ”زما پلار نيکۀ د شام وو او هغه به لکه د کوچيانو ګرځېدو، هغۀ خپل خاندان مِصر ته بوتلو چې هلته اوسيږى. کله چې هغوئ هلته لاړل نو هغوئ څو کسان وُو، خو د هغوئ نه يو لوئ او طاقتور قوم جوړ شوے دے.