نو نعمان ووئيل، ”کۀ تۀ زما نه تُحفه نۀ قبلوې، نو ما پرېږده چې دوه قچرې په خاورو باندې بار کړم، ځکه چې د نن نه به زۀ د مالِک خُدائ نه بغېر بل يو خُدائ ته هم سوزېدونکې نذرانه يا قربانى پېش نۀ کړم.
خو يعبيض د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته سوال وکړو، ”خُدايه پاکه، تۀ به ما له برکت راکوې او زما مُلک به لويَوې. زما مل شه او د هر هغه خراب عمل نه مې وساته چې ما له تکليف راکوى.“ او چې هغۀ د څۀ سوال کړے وو نو خُدائ پاک هغه هر څۀ ورکړل.
مالِک خُدائ زما طاقت دے او زما حمدوثناء د هغۀ دپاره ده، او هغه ذات دے چې زۀ يې بچ کړے يم، هغه زما خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ ثناء وايم، هغه زما د پلار خُدائ پاک دے او زۀ به د هغۀ لوئى بيان کړم.
نن تاسو دا اِقرار کړے دے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک دے. او تاسو وعده کړې ده چې د هغۀ په لاره به روان يئ او د هغۀ قانون، حُکمونه او اصُول به منئ او د هغۀ فرمانبردارى به کوئ.