Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 28:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 سمدستى مسوپتاميه ته، د خپل نيکۀ بتو‌اېل کور ته لاړ شه او هلته د خپل ماما لابن د لوڼو نه يوې سره وادۀ وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 28:2
16 Iomraidhean Croise  

د دې نه پس، هغه نوکر د اِبراهيم لس اوښان د ښو تُحفو سره بار کړل. بيا د شام شمال په طرف هغه ښار ته روان شو، چرته چې د اِبراهيم ورور نحور اوسېدو.


د رِبقې يو ورور وو چې نوم يې لابن وو، هغۀ بهر د چينې طرف ته منډه کړه چې چرته د اِبراهيم نوکر وو.


په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“


لابن او بتو‌اېل جواب ورکړو، ”دا خبره د مالِک خُدائ نه راپېښه ده او مونږ ورته ښۀ يا بد نۀ شُو وئيلے.


اِسحاق د څلوېښتو کالو وو چې کله هغۀ د رِبقې، د بتو‌اېل لور، د لابن خور سره وادۀ وکړو. دوئ د مسوپتاميه آرامى وُو.


نو ځکه اِسحاق يعقوب په مسوپتاميه کښې، لابن له ولېږلو، چې هغه د بتو‌اېل آرامى زوئ وو او د رِبقې ورور وو، کومه چې د يعقوب او عِيسو مور وه.


بيا يعقوب په خپل سفر روان وو او د نمرخاتۀ په طرف د خلقو مُلک ته لاړو.


تا چې خپل خِدمت کوونکى ته، کومه مِهربانى او وفادارى ښودلې ده زۀ د هغې قابل نۀ يم، زۀ چې د اُردن سيند نه پورېوتم نو زما سره هيڅ هم نۀ وُو صِرف يوه امسا وه او اوس زما نه دوه قبيلې جوړې شوې دى.


د مسوپتاميه نه په واپسۍ کښې يعقوب د کنعان په مُلک کښې شِکم ښار ته په سلامتۍ سره ورسېدو او د ښار سره نزدې يې په يو پټى کښې خپلې خېمې ولګولې.


چې کله يعقوب د مسوپتاميه نه راواپس شو، خُدائ پاک يعقوب ته بيا راڅرګند شو او هغۀ له يې برکت ورکړو.


دا د يعقوب هغه زامن دى کوم چې د هغۀ د ښځې لِياه نه په مسوپتاميه کښې پېدا شوى وُو، د هغۀ د لور دينه نه بغېر. د لِياه نه د هغۀ ټول اولاد په شمېر کښې درې دېرش کسان وُو.


يعقوب آرام وطن ته وتښتېدو، هلته هغۀ د ښځې حاصلولو دپاره خِدمت وکړو، د هغې په عوض کښې هغۀ ګډې څرولې.


خو بيا مالِک خُدائ د يو پېغمبر په وسيله بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر کړل او د يو پېغمبر په ذريعه يې د هغۀ خيال وساتلو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan