Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 28:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 هغۀ په هغه ځائ بيت‌ايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 28:19
21 Iomraidhean Croise  

د دې نه پس، هغۀ د بيت‌ايل ښار نمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمرپرېواتۀ طرف ته بيت‌ايل او نمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.


نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو.


زۀ خُدائ پاک يم چې په بيت‌ايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“


څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقوب ته ووئيل، ”پاڅه او سمدستى بيت‌ايل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عِيسو نه تښتېدلې.“


چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقوب يو يادګارى کاڼے ودرولو او وقف يې کړو، مے او تېل يې پرې واچول.


هغۀ په هغه ځائ بيت‌ايل نوم کېښودو.


يعقوب د خپلو ټولو خلقو سره لوز ته راغلو، کوم چې د کنعان په مُلک کښې په بيت‌ايل مشهور دے.


هغۀ هلته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او په هغه ځائ يې ”د بيت‌ايل خُدائ پاک“ نوم کېښودو، ځکه چې خُدائ پاک هغۀ ته هلته راڅرګند شوے وو کله چې هغه د خپل ورور نه تښتېدلو.


يعقوب يوسف ته وفرمائيل چې، ”قادر خُدائ د کنعان د مُلک په لوز کښې ما ته راڅرګند شو او برکت يې راکړو.


هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيت‌ايل کښې او بل په دان کښې کېښودو.


او په لار کښې الياس اليشع ته وفرمائيل، ”اوس دلته پاتې شه، مالِک خُدائ ما له حُکم راکړے دے چې بيت‌ايل ته لاړ شم.“ خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ او تا سره په خپله وفادارۍ قسم کوم چې زۀ به تا نه لاړ نۀ شم.“ نو هغوئ بيت‌ايل ته روان وُو.


ابياه د يربعام په لښکر پسې وو او د هغۀ څۀ ښارونه يې قبضه کړل، بيت‌ايل، يسانه او عِفرون او د دې ټولو ښارونو سره نزدې کلى يې قبضه کړل.


اے بنى اِسرائيله، اګر چې تۀ زنا کوې، خو يهوداه دې داسې ګناه نۀ کوى. په جِلجال يا په بيت‌آون کښې عبادت مۀ کوه او نۀ چې هلته د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم وخورئ.


د بيت‌ايل نه دا لوز ته تلے وو او عطارات ادار ته رسېدلے وو، چرته چې ارکيان اوسېدل.


هغه سرحد بيا بره د لوز جنوبى طرف ته تلے وو چې د دې بيت‌ايل نوم هم وو، بيا عطارات ادار ته کوز شوے وو چې د بيت‌حورون په جنوب طرف په غر باندې وو.


هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيت‌ايل تر مينځه وُو.


نو ټول بنى اِسرائيل بيت‌ايل ته لاړل او د غم ژړا يې وکړه. هغوئ هلته د مالِک خُدائ په حضور کښې کښېناستل او تر ماښامه پورې يې خوراک نۀ کولو. هغوئ د سلامتۍ نذرانې او څۀ سوزېدونکې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې.


کله چې تاسو په تبور کښې پاکې ونې ته ورسېږئ، نو هلته به تاسو د درېو سړو سره مِلاو شئ چې په بيت‌ايل کښې خُدائ پاک ته يوه نذرانه پېش کولو له روان وى. يو به د چېلۍ درې بچى روان کړى وى، بل به درې روټۍ روانې کړې وى او درېم سره به د ميو نه ډکه مشکيزه وى.


هغه به هر کال په بيت‌ايل، جِلجال او مصفاه کښې ګرځېدو او په دې ځايونو کښې يې لانجې هوارولې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan