18 کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.
بل سحر وختى اِبراهيم پاڅېدو او هاجِرې له يې د اوبو ډک مشک او روټۍ ورکړه. او دا يې ورله په اوږو کېښودل او د زوئ سره يې رُخصت کړه. او هغه لاړه او بيرسبع ته نزدې په صحرا کښې سرګردانه ګرځېدله،
نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو.
نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو.
زۀ خُدائ پاک يم چې په بيتايل کښې تا ته راڅرګند شوے وم، چې هلته تا يو کاڼے د يادګار په توګه وقف کړو او په هغې دې تېل واچول او هلته تا زما سره يو لوظ وکړو. اوس تۀ هغه مُلک ته واپس لاړ شه چرته چې تۀ پېدا شوے يې.“
نو يعقوب يوه تيږه راواخستله او هغه يې د يو يادګار په توګه ودروله.
چرته چې خُدائ پاک د هغۀ سره خبرې کړې وې، نو يعقوب يو يادګارى کاڼے ودرولو او وقف يې کړو، مے او تېل يې پرې واچول.
يعقوب هلته يو يادګارى کاڼے ودرولو او دا تر نن ورځې پورې د راحيل د قبر نښه ده.
ابىسلوم په خپل ژوند کښې د خپل ځان دپاره په شاهى وادۍ کښې يو يادګار جوړ کړے وو، ځکه چې د هغۀ زامن نۀ وُو چې د هغۀ نوم ژوندے پاتې شى. نو په دې باندې يې خپل نوم کېښودو او تر نن ورځې پورې دا د ابىسلوم په يادګار مشهور دے.
زۀ به زړۀ نا زړۀ او ځنډ نۀ کوم چې ستا حُکمونه ومنم.
تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.
په هغه وخت کښې به د مِصر د مُلک په مينځ کښې د مالِک خُدائ دپاره يوه قربانګاه وى او د مِصر په سرحد باندې به د کاڼى يو يادګار وى چې هغۀ ته وقف شوے وى.
په هغه ورځ چې کله موسىٰ د مالِک خُدائ د حضور مقدسه خېمه ودرول پوره کړل، هغۀ مقدسه خېمه او د دې ټول سامان، قربانګاه او د هغې ټول سامان په تېلو غوړ کړل او وقف يې کړل.
يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى.
بيا سموئيل يو کاڼے واخستلو او د مصفاه او شين په مينځ کښې يې ولګولو او وې فرمائيل، ”مالِک خُدائ زمونږ هر قِسم مدد کړے دے.“ او په دې باندې يې ”د مدد کاڼے“ نوم کېښودو.