17 هغه يرېدو او د ځان سره يې وفرمائيل، ”دا ځائ خو د يرې نه ډک دے. دا به خامخا د خُدائ پاک کور وى، دا به خامخا د آسمان دروازه وى.“
کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.
دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“
نو اِمامانو د وريځې په وجه خِدمت نۀ شو تر سره کولے، ځکه چې د مالِک خُدائ جلال د خُدائ پاک کور ډک کړے وو.
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.
کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بېسوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده.
د دې آواز په اورېدو مريدان د يرې نه پړمخې پرېوتل.
چې ناګهانه د مالِک خُدائ فرښته د هغوئ په وړاندې راڅرګنده شوه او د مالِک خُدائ نُور د هغوئ چارچاپيره خور شو او هغوئ يرې واخستل.
او خلق د دې تماشې دپاره بهر راووتل. کله چې هغوئ عيسىٰ له راغلل هغه سړے چې پيريان ترې تللى وُو يې وليدو چې جامې يې اغوستې وې او سم دم د عيسىٰ په پښو کښې ناست وو او هغوئ ويرېدل.
کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے.
نو ځکه چې مونږ سره لوئ اِمام دے څوک چې د خُدائ پاک د کور مختيار دے،
ځکه چې د عدالت وخت راغلے دے چې د خُدائ پاک د کوره به شروع شى، او کۀ دا زمونږ نه شروع شى نو د هغوئ به څۀ حال وى څوک چې د خُدائ پاک زيرے نۀ منى؟
کله چې هغه ما وليدو نو زۀ لکه د مړى د هغۀ په پښو کښې پرېوتلم، خو هغۀ خپل ښے لاس په ما کېښودو او وې فرمائيل، ”يرېږه مه، اول او آخر زۀ يم،
منوحه خپلې ښځې ته ووئيل، ”په دې کښې څۀ شک نشته چې مونږ به مړۀ شُو، ځکه چې مونږ خُدائ پاک ليدلے دے.“