16 يعقوب د خوب نه پاڅېدو او وې فرمائيل، ”بېشکه چې مالِک خُدائ دلته دے، هغه په دې ځائ کښې دے، خو ما ته پته نۀ وه.“
سليمان راويښ شو او پته ورته ولګېده چې خُدائ پاک ورسره په خوب کښې خبرې وکړې. بيا هغه يروشلم ته لاړو او د مالِک خُدائ د لوظ صندوق په مخکښې ودرېدو او مالِک خُدائ ته يې سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. او د خپلو درباريانو دپاره يې يوه لويه مېلمستيا وکړه.
ځکه چې خُدائ پاک بار بار کلام کوى، خو خلق دې ته غوږ نۀ ږدى.
ګوره، هغه زما نه تېر شو، خو زۀ هغه نۀ وينم، هغه تېريږى، خو زۀ د هغۀ په تلو نۀ پوهېږم.
زۀ به ستا د روح نه چرته لاړ شم؟ ستا د حضور نه به چرته وتښتم؟
په خپل مقدس ځائ کښې ستا شان څومره لوئ دے، پاکه خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک طاقت او قدرت ورکوى خپلو خلقو ته، ثناء صِفت دې وى خُدائ پاک ته.
اے مالِکه خُدايه، ستا په شان نور معبودان څوک دى؟ ستا په شان څوک دے چې ټولو نه لوئ او مقدس دے؟ ستا جلال د يرې نه ډک دے، ځکه چې داسې عجيبه عجيبه کارونه کوې.
چې کله مالِک خُدائ وليدل چې موسىٰ نزدې راروان وو، هغه د جاړې مينځ نه ورته آواز ورکړو او ورته يې وفرمائيل، ”موسىٰ! موسىٰ!“ هغۀ ورته وفرمائيل، ”جى زۀ حاضر يم.“
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”نور نزدې مۀ راځه. پېزار وباسه، ځکه چې تۀ په پاکه زمکه ولاړ يې.
مالِک خُدائ، ربُ الافواج مقدس ګڼئ، د هغۀ نه دهشت خورئ او د هغۀ نه يره کوئ.
نو کله چې زۀ راپاڅېدم او خپلې سترګې مې پرانستلې، نو زۀ پوهه شوم چې په خوږ خوب اودۀ وم.“
او مالِک خُدائ هغوئ ته وفرمائيل، ”اوس زما خبرې په کولاو غوږُونو واورئ. کله چې ستاسو په مينځ کښې پېغمبران وى، نو زۀ خپل ځان هغوئ ته په خيال کښې څرګندوم او زۀ د هغوئ سره د هغوئ په خوب کښې خبرې کوم.
يوه ورځ چې يشوَع يريحو سره نزدې وو نو ناڅاپه يې يو سړے تُوره په لاس مخې ته ولاړ وليدو. يشوَع ورنزدې شو او تپوس يې ترې نه وکړو، ”تۀ زمونږ ملګرے يې کۀ زمونږ دشمن يې؟“
د مالِک خُدائ د لښکر مشر هغۀ ته وفرمائيل، ”څپلۍ وباسه ځکه چې تۀ په مقدسه زمکه ولاړ يې.“ او يشوَع هم هغه شان وکړل چې څۀ ورته فرمائيلے شوى وُو.