Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 28:14 - Pakistani Yousafzai Pashto

14 هغوئ به د زمکې د شګو په شان زيات شى. دوئ به خپله علاقه په هر طرف خوره کړى، ستا او ستا د اولاد په وجه به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 28:14
26 Iomraidhean Croise  

زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دُنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“


د لوط د تلو نه پس، مالِک خُدائ ابرام ته وفرمائيل، ”چرته چې تۀ ولاړ يې، د دې ځائ نه هر طرف ته ښۀ په غور سره وګوره.


چې څومره زمکه ستا په نظر راځى، دا زۀ تا او ستا اولاد له همېشه دپاره درکوم.


زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکوم چې هيڅ څوک به يې شمېرلے نۀ شى خو د خاورو د ذرو شمېرل به ترې آسان وى.


د هغۀ اولاد به يو لوئ طاقتور قوم وى او د هغۀ په ذريعه به زۀ ټولو قومونو له برکت ورکړم.


زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتونو برکتونه درکوم او ستا اولاد به ډېر زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى.


ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“


زۀ به تا له دومره ډېر اولاد درکړم لکه چې په آسمان کښې ستورى دى او زۀ به هغوئ له دا ټوله علاقه ورکړم. ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.


هغه وعده راياده کړه چې تا زما سره کړې وه چې زما دپاره به هر څۀ سم کړې او ما له به دومره اولاد راکړې چې څوک به يې شمېرلے نۀ شى، دومره ډېر لکه چې د سمندر په غاړه شګې دى.“


هغه فرښته دې دوئ له برکت ورکړى، چې هغې زۀ د هرې بدۍ نه بچ ساتلے يم. د دې هلکانو په ذريعه دې زما او زما د پلار نيکۀ اِسحاق او اِبراهيم نوم ژوندے وساتلے شى. او په زمکه دې د دوئ ډېر اولاد پېدا شى.“


د هغۀ پلار اِنکار وکړو او وې فرمائيل، ”ما ته پته شته، زما زويه، ما ته پته ده چې د منسى اولاد به هم يو لوئ قوم شى. خو خپل کشر ورور به د هغۀ نه لوئ وى او د هغۀ د اولاد نه به ډېر لوئ قومونه جوړ شى.“


اے مالِکه خُدايه پاکه، هغه وعده پوره کړه چې زما د پلار سره دې کړې ده. تا زۀ په هغه خلقو بادشاه جوړ کړے يم چې څوک د زمکې د شګو په شان ډېر دى،


د بادشاه نوم دې د تل دپاره پاتې شى، ترڅو چې نمر وى تر هغې دې پاتې شى. ټول قومونه دې د هغۀ په وسيله برکتى شى، او هغوئ دې ورته بختور ووائى،


خپل خِدمت کوونکى اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب راياد کړه، تا چې د هغوئ سره کوم پوخ لوظ کړے دے هغه راياد کړه چې هغوئ له به دومره ډېر اولاد ورکړې چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د هغوئ اولاد له به هغه ټول مُلک ورکوې چې تا يې وعده کړې ده چې هغه به همېشه دپاره د هغوئ وى.“


ځکه چې تاسو به خپل سرحدونه هر طرف ته خوارۀ کړئ، ستاسو اولاد به قومونه فتح کړى او چې کوم ښارونه خوشى دى نو هغه به دوباره آباد کړى.


د يعقوب اولاد د شګو په شان دے، څوک داسې شته چې شګې وشمېرى؟ پرېږده چې زۀ مړ شم د خُدائ پاک د خلقو په شان، پرېږده چې د صادقانو په شان په آرام مړ شم.“


زۀ تاسو ته دا وايم چې د نمرخاتۀ او د نمرپرېواتۀ نه به ډېر خلق داسې راشى چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره به د آسمان د بادشاهۍ په مېلمستيا کښې يو ځائ کښېنى،


او تاسو د نبيانو او د هغه وعدې وارثان يئ چې خُدائ پاک ستاسو پلار نيکونو سره کړې وه. هغۀ اِبراهيم ته وفرمائيل چې، ”د زمکې ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى.“


نو خُدائ پاک چې د اِبراهيم او د هغۀ د اولاد سره کومه وعده وکړه، نو د هغۀ مقصد دا نۀ وو چې، ”د ډېرو اولادونو سره،“ بلکې د هغۀ مقصد دا وو چې، ”ستا يک يو اولاد سره،“ يعنې مسيح سره.


او په صحيفو کښې د مخکښې نه ليکلے شوى وُو چې خُدائ پاک به ټول قومونه په ايمان صادق کړى، نو د اول نه يې اِبراهيم ته دا زيرے ورکړو او وې فرمائيل چې، ”ستا په وسيله به ټولو قومونو ته برکت ورکړم.“


ټوله ثناء دې خُدائ پاک زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح پلار ته وى، چا چې مونږ ته هر قسمه روحانى برکتونه په آسمانى ځايونو کښې د مسيح سره د يووالى په وجه راکړى دى.


کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده نو بيا چې کله هم تاسو غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ.


د هغې نه هيڅ يو څيز هم ځان له مۀ اخلئ کوم چې تباه کولے شى، نو بيا به د مالِک خُدائ قهر سوړ شى او په تاسو به رحم وکړى. کۀ تاسو د هغۀ په ټولو حُکمونو باندې عمل کوئ کوم چې نن ما درکړى دى او هغه څۀ کوئ چې څۀ درنه غواړى، نو هغه به په تاسو رحم وکړى او ستاسو نه به يو لوئ قوم جوړ کړى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده.


او ما چې د هغوئ شمېر واورېدو چا ته چې مهرونه لګولے شوى وُو او د بنى اِسرائيلو د ټولو خيلونو نه په يو لاک څلور څلوېښت زرو مُهر ولګولے شو.


او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan