11 نمر په پرېوتو وو چې هغه يو خاص ځائ ته راغلو او په هغه شپه هلته پاتې شو. هغه د خوب دپاره څملاستو او خپل سر يې په يو کاڼے کېښودو.
چې کله نمر په پرېوتو شو، په ابرام يو دروند خوب راغلو او يره او توره تيارۀ هم پرې راغله.
کله چې يعقوب سحر وختى پاڅېدو، هغه کاڼے يې راواخستلو چې په کوم يې سر اېښے وو او د يو يادګار په توګه يې ودرولو. بيا هغۀ په دې باندې تېل واچول چې خُدائ پاک ته وقف شى.
هغۀ په هغه ځائ بيتايل نوم کېښودو. دا ښار مخکښې د لوز په نوم مشهور وو.
هغۀ خپلو سړو ته وفرمائيل چې، ”څۀ کاڼى راټول کړئ.“ نو هغوئ کاڼى راټول کړل او يو ډېرے يې ترې نه جوړ کړو. بيا هغوئ د هغه کاڼو د ډېرى سره روټۍ وخوړله.
عيسىٰ ورته وفرمائيل چې، ”د لومبړو خپل غارونه وى او د مارغانو جالې، خو اِبن آدم دومره ځائ قدرې هم نۀ لرى چې سر پرې ولګوى.“
د مسيح په وجه چې د څومره ډېرو تکليفونو سره مخامخ کيږُو نو ورسره خُدائ پاک په مسيح کښې زمونږ تسلى هم زياتوى.