Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 28:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 اِسحاق يعقوب راوغوښتلو، په مخه ښه يې ورته ووئيل او هغۀ له يې حُکم ورکړو، ”د يوې کنعانۍ جينۍ سره وادۀ ونۀ کړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 28:1
20 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ په نوم زۀ تا له قسم درکوم، د هغه خُدائ پاک چې په آسمان او زمکه بادشاهى کوى، چې تۀ به زما زوئ اِسحاق دپاره د دې ځائ د کنعان په خلقو کښې ښځه نۀ خوښوې.


زما نېک زما نه دا پوخ لوظ اخستے دے چې د هغۀ حُکم به منم. هغۀ وفرمائيل، د کنعان د مُلک د پېغلو نه زما زوئ له ښځه مۀ خوښوه.


په ځائ د دې، واپس هغه مُلک ته لاړ شه چې چرته زۀ پېدا شوے وم. او زما زوئ اِسحاق له زما په خپلوانو کښې ښځه وګوره.“


ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“


رِبقې اِسحاق ته ووئيل، ”زۀ د عِيسو د بل مُلک د ښځو په وجه په خپل ژوند کښې تنګه يم. کۀ يعقوب هم د دې مُلک د حِتۍ ښځو نه د يوې حِتۍ ښځې سره وادۀ وکړو، نو د دې نه به بيا زما دپاره مرګ ښۀ وى.“


عِيسو ته دا پته ولګېده چې اِسحاق يعقوب له برکت ورکړے وو او د ښځې لټولو دپاره يې هغه مسوپتاميه ته لېږلے دے. هغۀ ته دا هم پته وه چې کله اِسحاق هغۀ له برکت ورکړو نو يعقوب له يې حُکم ورکړو چې، ”د يوې کنعانۍ ښځې سره به وادۀ نۀ کوې.“


بيا به مونږ تاسو له خپلې لوڼه درکړُو او ستاسو لوڼه به خپلو ځانونو له وکړُو. مونږ به ستاسو سره اوسيږو او يو قوم به شُو.


زمونږ سره خپلوالۍ وکړئ، خپلې لوڼه مونږ له راکړئ او زمونږ لوڼه تاسو وکړئ.


هلته يهوداه د يوې کنعانۍ جينۍ سره مِلاو شو چې د هغې د پلار نوم سوع وو. يهوداه هغه وادۀ کړه او ورسره څملاستو،


بيا هغۀ يوسف دپاره برکت وغوښتلو او وې فرمائيل، ”د کوم خُدائ پاک چې زما پلار نيکۀ اِبراهيم او اِسحاق خِدمت کړے دے هغه دې، دې هلکانو له برکت ورکړى، کوم خُدائ پاک چې تر ننه پورې ټول عُمر زما ساتنه کړې ده.


دا د بنى اِسرائيلو دولس قبيلې دى او دا هغه وصيت دے کوم چې خپل پلار ورته د برکت ورکولو په وخت وکړو او هر زوئ له يې خپل خپل مناسب برکت ورکړو.


نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او وادۀ يې کړې.


تاسو ودونه وکړئ چې زامن او لوڼه مو پېدا شى. نو دغه شان بيا خپل زامن او لوڼه هم وادۀ کړئ چې د هغوئ هم بچى پېدا شى. تاسو په شمېر کښې زيات شئ نه چې کم شئ.


دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan