9 رَمې ته لاړ شه او دوه څاربۀ د چېلۍ بچى راونيسه، نو زۀ به ترې مزېدار خوراک پوخ کړم کوم خوراک چې ستا د پلار ډېر خوښ دے.
هغه تۀ خپل پلار له يوسه چې يې وخورى، نو د مرګ نه مخکښې به هغه تا له خپل برکت درکړى.“
نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو.
ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“
رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه، زما خبره واوره او چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه.
منوحه ته پته نۀ وه چې دا د مالِک خُدائ فرښته ده، نو هغۀ ورته ووئيل، ”مونږ سره لږ ايسار شه او مونږ پرېږده چې تا له يو د چېلۍ بچے پوخ کړُو.“ خو فرښتې ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ ستاسو سره ايساره شم، نو زۀ به ستاسو خوراک نۀ خورم. کۀ تاسو دا پَخول غواړئ، نو دا مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه وسوزوئ.“
يَسى، ساؤل ته د چېلۍ د يو بچى سره خپل زوئ داؤد ولېږلو، چې ورسره په روټۍ بار کړے خر او يوه د ميو ډکه مشکيزه هم وه.