8 رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه، زما خبره واوره او چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه.
مالِک خُدائ هغې ته وفرمائيل، ”ستا په خېټه کښې دوه قومونه دى، ستا نه دوه پېدا کېدونکى قومونه به د يو بل خِلاف وى. يو به د بل نه طاقتور وى، مشر به د کشر خِدمت کوى.“
د هغۀ مور ورته ووئيل، ”زما زويه، ستا لعنت دې په ما شى، بس هغه څۀ وکړه څۀ چې زۀ درته وايم، لاړ شه او ما له د چېلۍ بچى راوله.“
نو زما زويه، څۀ چې زۀ درته وايم هم هغه شان وکړه. سمدستى لابن له وتښته چې په حاران کښې دے،
ما له د ښکار غوښه راوړه او ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“
رَمې ته لاړ شه او دوه څاربۀ د چېلۍ بچى راونيسه، نو زۀ به ترې مزېدار خوراک پوخ کړم کوم خوراک چې ستا د پلار ډېر خوښ دے.
خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.
خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.
اے بچو، په مالِک کښې د خپل مور او پلار حُکم منئ ځکه چې دا نېک کار دے.