Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




پېدايښت 27:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ما له د ښکار غوښه راوړه او ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




پېدايښت 27:7
7 Iomraidhean Croise  

نو هغه لاړو او هغه يې راونيول او خپلې مور له يې راوستل او د هغۀ مور هغه مزېدار خوراک پوخ کړو کوم چې د هغۀ د پلار ډېر خوښ وو.


ما له زما د خوښې مزېدار خوراک پوخ کړه او ما له يې راوړه. چې کله هغه زۀ وخورم، نو زۀ به تا له زما د مرګ نه مخکښې خپل آخرى برکت درکړم.“


نو رِبقې يعقوب ته ووئيل، ”ګوره، ما ستا د پلار نه د عِيسو سره دا خبرې واورېدې چې،


رِبقې ورته وئيل، ”اوس زما زويه، زما خبره واوره او چې څۀ درته وايم هم هغه شان وکړه.


دا هغه برکتونه دى چې د خُدائ پاک پېغمبر موسىٰ يې د خپل مرګ نه مخکښې د بنى اِسرائيلو دپاره اِعلان وکړو.


په هغه وخت يشوَع سختې ښېرې وکړې چې، ”څوک هم د يريحو د ښار د دوباره جوړولو کوشش کوى نو د مالِک خُدائ غضب دې ورباندې وى. څوک هم چې د دې بنياد کېږدى نو هغه دې د مشرى زوئ نه لاس ووينځى. څوک هم چې د دې دروازې جوړوى نو هغه دې د کشر زوئ نه لاس ووينځى.“


يو سړے څو ځلې خپل دشمن نيسى او بيا يې د نقصان رسولو نه بغېر پرېږدى؟ تا چې نن ما سره څۀ کړى دى مالِک خُدائ دې تا له د هغې اجر درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan