6 نو رِبقې يعقوب ته ووئيل، ”ګوره، ما ستا د پلار نه د عِيسو سره دا خبرې واورېدې چې،
عِيسو په اِسحاق ګران وو، ځکه چې عِيسو به کوم ځناور ښکار کړل نو اِسحاق د دې د خوړلو شوقين وو، خو په رِبقه يعقوب ګران وو.
چې کله اِسحاق عِيسو ته دا خبرې کولې، نو رِبقې اورېدلې. او چې عِيسو پټو ته ښکار دپاره لاړو،
ما له د ښکار غوښه راوړه او ما له يې پخه کړه. چې کله هغه وخورم، نو د مرګ نه مخکښې به د مالِک خُدائ په وړاندې خپل برکت تا له درکړم.“